تبليغاتX
غــــــــــــــــيـــرت
 

سوځي /محمديوسف غيرت

سوځي  / محمديوسف(غيرت)

 

له ډيره قهره راته هروخت غمازان سوځي

زمــونــږپــه وينونه مـړيږي په ارمان سوځي

په ځان مين خوهميشه ناست وي دخيرپه غونډۍ

دوطن غم کې تل يواځې عاشقان سوځي

دتشـولاپومجنونان پـه سپين ميدان ولاړوي

دتــوروشپوتــوروپـردوکـې خادمان ســوځي

چې همېشه وايي په زړه کې تل دغم ســـندرې

دځوان احساس په لمبوهروخت شاعران سوځي

هېڅ نه پوهيږم داڅه کيږي په افـغان مســلمان

چې ګرم،سوراورکې پراته موزوړاوځوان سوځي

بس کــړه غيرته دزړه حال دې چاته مه وايه نور

ښه په ښکاره نن دپښتون تاريخ نشان سوځي

محمديوسف(غيرت)

ننګرهار،جلال اباد


 

خپرونکی غېرت سه شنبه 1388/03/05 ساعت 15 موضوع شـعـرونـه | ثابت لينک


دنارنج ګل سپينې خبرې / غيرت

دنارنج ګل سپينې خبرې 

يمه سپين ګل سپينې خبرې کـوم  –  له هرشــاعرڅخه مننه ځما

نورمې ستاينه،نمانځنه مکــړﺉ   –   په تاسوټولوسپارښتنه ځما

ټول شئ همغږي دوطن په غم کې  –   تاسوښاغلونه غوښتنه ځما

دخـــا ئنانوڅېرې وپـــــــــېژنئ  –   داده پــــه کلــکه يادونه ځــما

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

يمه سپين ګل سپينې خبرې کـــــوم  –   دحال پــــــه ژبه دابيان کومه

ننګ وغــــــېرت،پښتوموچېرته لاړه  –   تپوس له هريوځوړاوځوان کومه

نورهم ورکېږئ که راويښ نه شـــــولئ  –    داغږپـــــــه ټول ملت افغان کومه

زموږله چارواکوښــاماران جوړشوي –   خبره سپينه پــــه ميدان کومه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دنارنج ګـــل سپينې خبرې کوم  –   هـــريوافغان نن پرېشان ښکاري

يتيمان،کونډې مو په چغوژاړي  –   لالاګان تل خوشال خندان ښکاري

داسره لېوان زموږپه غوښـولګيا  –   تش پــه لباس کې دانسان ښکاري

داستالوی قهرپرې نازل کړه ربــه  –   دچــــاعمل چې دشېطان ښکاري

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دنارنج ګــــل سپينې خبرې کوم   –   پـــــه هردفترکې رشوتونه ګوره

واکدارمې خرڅ شوپه ډالروباندې  –   توريې وجدان توريې مخونه ګوره

دغــــــه زمونږړانده،کاڼه وکيلان  –   عبث يې چارې،پوچ خيالونه ګوره

چې نــــــه يې دراونه يې خرلرلو  –   اوس يې موټــــرې،ډيرکورونه ګوره

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زه نارنج ګـــــل سپينې خبرې کوم  –   چې وي خائن زړه کې ايمان نه لري

دادغــرورتکــــبرډک ســــــــــرونه  –   يوهـــــم صـــــفت دمسلمان نه لري

چې- زمونږ له وينويې بنګلې جوړې دي   –   ويـــــنه رګوکې دافغان نه لري

داســـې بنـګلوباندې دې اورولـګي  –   چې خوارغريب ته دسترخوان نه لري

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زه نارنج ګـــل سپينې خبرې کوم   –    مېلمانه راغله اوس مې کورلټوي

عجب – ګيدړان راغله دزمروښکارکوي   –   قـــارغه دبازځاله پـــه زورلټوي

کليو،بانډونــــه هديرې جوړې شوې   –   زړه يې يخ نــه دې اوس لانورلټوي

دالقـــاعده اودطالـب پــه نامــه  –     افسوس-  دهــرسپين ږيري ملا کورلټوي

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زه نارنج ګــــل سپينې خبرې کوم  –   عزت،عفت زموږلوټيــږي ولې

زموږدنـاووپـــــــه ډوليوباندې  –   دايهودي ګـــــولۍ وريږي ولې

پـه خپل وطن کې دابې واک سرونه  –   پدې ناخـــــــوالونه خبريږي ولې

بوش چې زموږله کوردوزخ جوړکړی  – الله-   داپکې خپله نـه سوځيږي ولې

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زه نارنج ګـــل سپينې خبرې کوم  –   دلته پردي څوک اوسېدلی نشي

زمـــوږددنګوغرونولــــوړې څوکې  –  استعماري طاقت نيــــولی نه شي

انګــرېزاوروس په ګونډوشــوي دلته  –   دغه کيسې څوک هېرولی نشي

تښته چې ستابه هم کيسې جوړې شي  –   ګيدړ،زمري ته ټينګېدلی نشي

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زه نارنج ګــل سپينې خبرې کوم  –   زمـــوږدځکېرووبـــه طوفانونه جوړشي

دوخت جـابرقوته يادوسـاته   –   ستــابــه پــه کــورکې هم ويرونه جوړشي

ددې مظلوم ملت داســـرې وينې به  –   ستاغرقېدوتـــــه سيلابونه جوړشي

بيابه فرعون غوندې توبې وباسې  –   خو- والله که خدای ته دې عذرونه جوړشي

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زه نارنج ګــل سپينې خــبرې کـوم   –   توبه،توبه دمشرکانوله دوستۍ نه توبه

بشـــردوستي دې رامـــــــالومه شوله   –   ګوړه کـــــې زهرستانېکۍ نه توبه

په خوله دې يوپه زړه دې بل مطلب دی –  سـتادښـکاره ټګۍ برګۍ نه توبه

چې هرافغان يې پـــــه زړه ودردوو  –  ستاله سپېرې ديموکــــراسۍ نه توبه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زه نارنج ګل سپينې خبرې کـوم   –   ددې نړۍ ټولــې مېډيـــاته وايم

زموږپېغام په زړونوښه وليکئ –   اتــحــاديې داروپـــاته وايم

عبث مونورفوځونـه مه رالېږﺉ  –   مـــلي کانګرس دامريکاته وايم

تاوان له ګټې نه بــــه ډېرووينئ –   دازه غېرت خاص اوباماته وايم

محمديوسف (غېرت)

 

 


 

خپرونکی غېرت شنبه 1388/03/02 ساعت 16 موضوع شـعـرونـه | ثابت لينک